د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۹:۲۶
picture

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي ددې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت او اړوندو مدیریتونو چارې له نږدې ولیدې او د لا ښه والي او بهبود په موخه یې ورته اړینې لارښوونې وکړې.

د لیدنې پر مهال د محصلانو خدمتونو انسجام آمر قاري بشیر احمد احمدي د خپل آمریت او اړوندو مدیریتونو د کړنو او لاسته راوړنو ګزارش د محصلانو چارو مرستیال سره شریک کړ او هم یې د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه، چې د نوي سمستر د پیل سره سم محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډې، ظرفیت لوړونې ورکشاپونه، د حقوقي کلینیک په چوکاټ کې عملي زده کړې، رواني مشورو مرکز پیاوړتیا او نور فعالیتونه په کې شامل وو، نوموړي ته معلومات ورکړل.

ښاغلي هاشمي په تېر کې د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت فعالیتونه وستایل او د ذکر شویو پلانونو د تطبیق په برخه کې یې د یاد آمریت مسؤلینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته جوړ شوی ۳ ورځنی سيمینار پای ته ورسېد.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته جوړ شوی درې ورځنی ديني او علمي سيمینار په دعا سره پای ته ورسېد.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۱
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۴ لمریز کال فوق لیسانس برنامو د کانکور ازموینې لپاره د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر پیل شو.

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو، ژبو او ادبیاتو، اقتصاد او حقوقو پوهنځیو د ماسترۍ ۶ برنامو ته د کانکور ازموینې لپاره  د کاندیدانو د بایومتریک پروسه نن سهار په ۷ بجو پیل شوه، چې تر ۴ بجو به. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ نوبتي غونډه وکړه.

په یاده غونډه کې، چې نن د وږي میاشتې په ۱۰ مه نېټه کرنې پوهنځي کې ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو او اداري او مالي چارو مرستیالانو سربېره په کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu