د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو بورد ددې برنامو د مالي طرزالعمل په اړه غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۲:۴۷
picture

په یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مــولوي احسان الله ناصح په مشرۍ ترسره شوه او د پوهنځیو په کچه د فوق لیسانس برنامو د کمېټو مسؤلینو په کې برخه لرله، د یادو برنامو د عوایدو او مصارفو په اړه لازم بحثونه وشول.
د غونډې پر مهال د فوق لیسانس برنامو د مناقشو، ژوري هیئت او تدریسي استادانو د حق الزحمو ارزونه وشوه او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
د  غــونډې ګــډونوالو دغــه راز د فــوق لسانس برنامو د استادانو او  محصلینو د عوایدو او مصارفو د مـختلفو اړخـونـو، ښه مدیریت او مالي طرزالعمل اصلاح په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu