د ننګرهار پوهنتون او اریانا لوړو زده کړو موسسې تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱
pic

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه د راتلونکو درېو کلونو لپاره په علمي، تدریسي، څېړنو او نورو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

نوموړى هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په حضور کې ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د اریانا لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور مسعود صافي له خوا د کب په ۲۲نېټه لاسلیک شو.

د اریانا لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور مسعود صافي ننګرهار پوهنتون په تاریخي او علمي لحاظ د هېواد دویم ستر پوهنتون یاد کړ او په تېر کې یې له خپلې تحصیلي موسسې سره ددې پوهنتون د مرستو او همکاریو یادونه وکړه.

نوموړي د مننې تر څنګ وویل: خوښ دی، چې له ننګرهار پوهنتون سره د همکارۍ او همغږۍ یو بل پړاو ته داخلېږي او په راتلونکې کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت خبرې وکړې او د اریانا لوړو زده کړو موسسې مسؤلینو ته یې په اړوندو برخو کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړي مجلس کې د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمدقاسم هاشمي او د اریانا لوړو زده کړو موسسې د طب پوهنځي رئیس، استادانو او د علمي څېړنو آمر محمد ابراهیم عظیمي هم برخه لرله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu