د ننګرهار پوهنتون د مرکزي کمپس د لارو، ویالو، ګلدانونو او چمنونو د پاکۍ او تنظیفاتو چارې د جلال آباد ښاروالۍ او د دې پوهنتون د ساتنې او څارنې مدیریت کارکوونکو په مرسته پیل شوې.
د یادو چارو پرانیسته د ننګرهار پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې د مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي او د جلال آباد ښاروالۍ د اوومې ناحیې د تنظیف او سرسبزۍ د مدیر محمد یوسف هاشمي له خوا د لیندۍ په ۲۸مه نېټه وشوه.
پوهنوال هاشمي د جلال اباد ښاروالۍ د مشرتابه او مسؤلینو مننه وکړه، چې د پوهنتون رغونې، پاکۍ او سرسبزۍ ته پاملرنه کوي. نوموړي کاریګرو ته سپارښتنه وکړه، چې ورسپارل شوی کار په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره سرته ورسوي، چې د هغوی له خوا د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
