په ختیځ کې د عزیزي بانک مسؤل د ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۸:۵۲
image

 

د افغانستان په ختیځ کې د عزیزي بانک مسؤل حمیدالله ځاځي او ورسره مل پلاوي د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

د لیدنې پر مهال دواړو لورو د ننګرهار پوهنتون استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو ته په مناسبه بیه د معاشاتو او بدل اعاشې رسولو، په پوهنتون کې د ATM دستګاه لګولو او همدارنګه د پوهنتون د ځینو پارکونو، تفریح ځایونو او لارښودو لوحو د بیا رغونې په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

ښاغلي ځاځي د خپلو پولي خدمتونو او اسانتیاوو په اړه د پوهنتون مشرتابه ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې وړاندیزونه به یې د خپلو مشرانو او مسؤلینو سره شریک او ډېر ژر به یې په اړه عملي اقدامات ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړې لیدنه کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي او د پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې مسؤل پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي هم حضور درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu