ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴ کادري بستونو لپاره له ۷۴ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۵:۲
picture

یاده ازموینه د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني او لغمان پوهنتونونو د عامه ادارې او پالیسۍ، وترنري علومو، ښوونې او روزنې، ژبو او ادبیاتو، کرنې او اقتصاد پوهنځيو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو وړ اشخاصو څخه واخيستل شوه.

دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفيعاتو رياست او د ننګرهار پوهنتون ګډ پلاوي په حضور کې د ټاکل شوي ممتحنه هیئت له خوا په کرنې پوهنځي کې واخیستل شوه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر او د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو ریاست د خصوصي تقرر آمر ښاغلي نور احمد بلال د ازموینې اخیستلو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

نوموړو په خپلو خبرو کې د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې یې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

ژبو او ادبیاتو پوهنځي خپل۷۳ تنه ممتاز محصلین وستایل.

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي فرهنګي کمېټې د دې پوهنځي د بېلابېلو څانګو (۷۳) تنه محصلین چې د تېرخزاني سمستر نهايي ازموینو په پایله کې یې د خپلو ټولګیو په کچه لوړې نومرې اخیستې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د عامه روغتیا او چاپېریال ساتنې په اړه د پوهاوي یو ورځنی کمپاین ترسره شو.

د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي محصلینو د عامه روغتیا او چاپېریال ساتنې د ارزښت ترویج او اهمیت بیانولو په هدف د پوهنتون په داخلي کمپس کې د پوهاوي یو ورځنی کمپاین ترسره کړ.

یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

BACK TO NEWS

User account menu