ننګرهار پوهنتون کې د کتابونو او چپټرونو راټولولو کمپاين پيل شو

nu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۱۷
image

 

ياد کمپاين، چې درې ورځې به دوام وکړي، ددې پوهنتون د سولې مرکز په نوښت د (يو کتاب کېږده، يو کتاب واخله او راځه چې په مطالعې سوله عامه کړو!) تر شعار لاندې پيل شوى دی.

د کمپاين د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د سولې مرکز مشر پوهندوى نعيم جان سروري، د ژورنالېزم پوهنځي استاد او د سولې مرکز ځوانانو کلب روزونکي پوهنيار احمد جميل پوپلزي او د مختلفو پوهنځيو محصلينو او د سولې مرکز غړو ګډون کړى وو.

د کمپاین د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د سولې مرکز هڅې وستايلې او ياد پروګرام يې د مطالعې د فرهنګ دودولو سربېره د محصلينو سره د مرستې په خاطر نېک اقدام وباله.

د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي د سولې مرکز د مثبتو فعالیتونو مننه وکړه او د دوى هر نوښت يې د پوهنتون د مثبت خوا ته تګ په لور ګټور ګام وباله.

د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز مشر پوهندوى نعيم جان سروري د دې پروګرام موخه د کتاب لوستنې او کتاب ساتنې فکر ورکول ياد کړل او په ضمن کې د محصلينو سره د کومک یوه ښه لاره وبلله.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د پوهنتون د رهبرۍ او د سولې مرکز د فعالو غړو په مرسته به په راتلونکې کې ننګرهار پوهنتون د داسې نورو ډېرو ګټورو پروګرامونو شاهد وي.

ښاغلي سروري د پوهنتون په محصلینو او ځوانانو غږ وکړ، چې د خپلو تېرو صنفونو چپټرونه او درسي کتابونه د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز ته تسليم کړي، تر څو نورو ته د مرستې په توګه ورسېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu