ننګرهار پوهنتون کې د ښوونکو او اداري ۵ او ۶ بستونو کانکور ازموينې د اخيستنې بهير پيل شو

sakhizada_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۰:۰
image

 

ياده ازموينه، چې دوه ورځې به دوام وکړي، په ترڅ کې به يې له نږدې ۹۰۰۰ تنو داوطلبانو ازموينه واخيستل شي.

په هغه پرانيستونکې غونډه کې، چې له همدې امله د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د پوهنتون د رهبرۍ او استاذانو سربېره په کې د ننګرهار مرستیال والي پوهنوال ببرک میاخېل، د ازموينو ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش، د ننګرهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسون رئیس پوهنیار هجرت الله اختیار، د ازموینو ملي ادارې څخه د کانکور د راغلي پلاوي مشر پوهاند عبدالاحد مسلم او د پلاوي غړو استاذانو برخه لرله.

غونډه د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل: د کانکور په نننۍ ازموينه کې، چې دوه ورځې به دوام وکړي، د ښوونکو او ادارو د ۵ او ۶ (۴۳۸) بستونو لپاره به له نږدې (۹۰۰۰) تنو کاندیدانو څخه ازموينه واخيستل شي.

نوموړي وويل: د کانکور ازموينه د پوهنتون په څلورو حوزو کې د ازموينو ملي ادارې او ننګرهار پوهنتون د ګډ سل کسيز پلاوي له خوا په درې دورو کې اخيستل کېږي.

د پوهنتون رئيس د ازموینې اخیستونکي پلاوي او استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د ازموینې د روڼتیا او شفافیت لپاره هلې ځلې وکړ، تر څو حق حقدار ته ورسېږي.

د غونډې دويم ويناوال د ننګرهار مرستیال والي پوهنوال ببرک مياخېل ؤ؛ نوموړي د خپلو خبرو پر مهال په شفافه توګه د کانکور ازموينې په اخيستنې تاکيد وکړ.

ښاغلي مياخېل راغلي پلاوي او دغه راز د پوهنتون استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانکور ګډونوالو ته دې د ازموينې په اړه په ښه توګه لارښوونه وکړي او ازموينه دې له علمي نورمونو او اصولو سره سمه واخيستل شي.

د ازموینو ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش، د ننګرهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسون رئیس پوهنیار هجرت الله اختیار او د ازموينې ملي ادارې څخه د کانکور د راغلي پلاوي مشر پوهاند عبدالاحد مسلم د غونډې نور ویناوال وو، چې په شفافه توګه د ازموینې د اخیستنې د ډاډ تر څنګ یې ګډونوالو ته د ازموینې بهیر د مېکانېزم په اړه معلومات ورکړل.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه، چې د غونډې يو شمېر برخوالو مېلمنو د ننګرهار پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په ملتيا د ازموينې له صحنې څخه لیدنه هم وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu