ننګرهار پوهنتون کې د چاپېريال ساتنې او پاککارۍ کمپاين ترسره شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۹:۵۸
image

 

یاد کمپاین د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت او د جلال آباد ښاروالۍ په تخنیکي مرسته د غويي په ۲۷مه ددې پوهنتون په مرکزي کمپس کې ترسره شو، چې د پوهنتون مشرتابه، استادانو او محصلینو په کې برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د کمپاین د پرانیستې پر مهال وویل: پاک چاپېریال د یوې ټولنې د عالي فرهنګ او ښه کلتور استازیتوب کوي، د حقوقو پوهنځي د مشرتابه، استادانو، محصلینو او د جلال آباد ښاروالۍ مننه کوو، چې دې کمپاین ته یې زمینه برابره کړه.

نوموړي وویل: پوهنتون د ټولو ګډ علمي کور دى او ددې کور پاک ساتل او خدمت د استاد، محصل او د پوهنتون د ټولو منسوبينو دنده ده.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء او د جلال آباد ښاروالۍ د اوومې ناحيې آمر ډاکتر بريالى چلند نور ويناوال وو، چې ټولو په خپل وار د پاک چاپېريال فرهنګ دودولو پر ارزښت او اړتيا خبرې وکړې.

په پاى کې د پوهنتون مسؤلينو، محصلينو او استادانو په ګډه او ډله ييز شکل د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې د پاکۍ کمپاين ترسره کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu