ننګرهار پوهنتون کې د څوارلسم پاسانو اختصاصي او ایکزیټ ازموینې لپاره د ګډونوالو د بایومتریک پروسه پیل شوه.

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۵

د ننګرهار پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د څوارلسم ټولګیو فارغانو اختصاصي او د عامې روغتیا وزارت اړوند د روغتیايي علومو انسټیټیوټونو خروجي (ایکزیټ) ازموینې لپاره د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر پیل شو.
یاد بهیر چې د ازموینو عمومي ادارې له خوا د ملک په ۸ ګرمیسر ولایتونو کې پیل شو، مسؤلین یې وایي، چې پر مهال به یې په ننګرهار کې نږدې ۴۶۰۰ تنه ثبت او ازموینه ورڅخه واخیستل شي.
د بایومتریک پروسه نن ورځ د سهار په شپږ بجو پیل او د مازدیګر تر څلورو بجو دوام کوي.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۵ کال د ګرمسېرو ولایتونو اختصاصي (څوارلسمو ټولګيو فارغانو) او د عامې روغتیا وزارت اړوند روغتیایي علومو انسټیټیوټونو خروجي (ايګزيټ) ازموینه به سبا جمعه د سرطان/ چنګاښ میاشتې په (۵مه) نېټه  د ننګرهار پوهنتون په ټاکل شویو مرکزونو کې واخیستل شي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

BACK TO NEWS

User account menu