ننګرهار پوهنتون کې د څوارلسم پاسانو اختصاصي او ایکزیټ ازموینې لپاره د ګډونوالو د بایومتریک پروسه پیل شوه.
د ننګرهار پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د څوارلسم ټولګیو فارغانو اختصاصي او د عامې روغتیا وزارت اړوند د روغتیايي علومو انسټیټیوټونو خروجي (ایکزیټ) ازموینې لپاره د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر پیل شو.
یاد بهیر چې د ازموینو عمومي ادارې له خوا د ملک په ۸ ګرمیسر ولایتونو کې پیل شو، مسؤلین یې وایي، چې پر مهال به یې په ننګرهار کې نږدې ۴۶۰۰ تنه ثبت او ازموینه ورڅخه واخیستل شي.
د بایومتریک پروسه نن ورځ د سهار په شپږ بجو پیل او د مازدیګر تر څلورو بجو دوام کوي.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۵ کال د ګرمسېرو ولایتونو اختصاصي (څوارلسمو ټولګيو فارغانو) او د عامې روغتیا وزارت اړوند روغتیایي علومو انسټیټیوټونو خروجي (ايګزيټ) ازموینه به سبا جمعه د سرطان/ چنګاښ میاشتې په (۵مه) نېټه د ننګرهار پوهنتون په ټاکل شویو مرکزونو کې واخیستل شي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
