ننګرهار پوهنتون کې (د مور په شېدو سره د ماشوم د تغذیې اوونۍ) د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۸:۲۴
image

 

ياده نمانځغونډه، چې د دې پوهنتون د طب پوهنځي فرهنګي کمېټې له خوا د سپین غر لوړو زده کړو موسسې په تخنیکي مرسته جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون او طب پوهنځي د مشرتابه او استادانو سربېره په کې د سپین غر او د لوړو زده کړو د نورو خصوصي تحصیلي موسساتو، یونسیف او PU-AMI ادارو مسؤلینو هم برخه لرله.

د غونډې د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د غونډې برخوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مور په شېدو سره د ماشوم د تغذیې اوونۍ د نمانځې د موخو او ارزښت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وويل: ددې اوونۍ د نمانځې عمده موخه د مور له خوا ماشوم ته د شېدو ورکولو د روغتیايي، اقتصادي او ټولنیزو ګټو او د مهلکو امراضو څخه د هغوی د ساتنې په اړه وګړو ته د عامه پوهاوي ورکول دي.

پوهاند بهسودوال د طب پوهنځي د رهبرۍ او د یاد پوهنځي د فرهنګي کمېټې د مسؤلینو او همدارنګه د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د مشرتابه پلاوي مننه وکړه، چې په هلو ځلو یې یاده ارزښتمنه غونډه دایره شوه.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي رئیس پوهنوال ډاکتر محمد عظیم عظیمي، د سپین غر لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکتر محمد اسحاق صافی، د طب پوهنځي د کوچنیانو څانګې مشر پوهاند ډاکتر عبدالستار نیازی، د یادې څانګې بل استاد پوهنوال ډاکتر حقیق الله چهاردیوال، د طب پوهنځي د فرهنګي کمېټې مشر پوهنمل ډاکتر توریالی احساس او د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنوال دوکتور شېرزاد عزیزي د غونډې نور ویناوال وو، چې د غونډې د موضوع او محتوا په اړه یې ويناوې او پريزنټيشنونه وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

په پاى کې د طب پوهنځي مرستیال او استاد پوهنوال ډاکتر محب الله شینواري د غونډې ارزونه وکړه او د موضوع په تړاو یې خپلې سپارښتنې او وړاندیزونه د غونډې برخوالو سره شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu