ننګرهار پوهنتون کې د مضره حشراتو پر ضد د دوا پاشۍ کمپاین ترسره شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۸:۲۶
image

 

د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس کې د ماشو، مچانو او نورو مضره حشراتو او همدارنګه د ونو او بوټو د غوړکي مرض پر ضد ددې پوهنتون د مشرتابه په لارښوونه او د ننګرهار کانال او زراعت ریاستونو په تخنیکي مرسته د دواپاشۍ کمپاین ترسره شو.

یاد کمپاین د غبرګولي په ۵ مه نېټه د دې پوهنتون په مرکزي کمپس کې ترسره شو، چې پرانیسته یې د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د کرنې پوهنځي استاد پوهنیار طیب الله زاهد، د ننګرهار کانال ریاست د نباتاتو ساتنې آمر انجنیر شمس الرحمن شمس او د ننګرهار پوهنتون د ساتنې او څارنې مدیریت د مسؤلینو له خوا وشوه.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت وویل: دا چې په دې وروستیو کې د پوهنتون په مرکزي کمپس کې د ماشو او نورو حشراتو شتون استادان او محصلین په تکلیف کړي وو او دغه راز یو شمېر ونې او بوټي د غوړکي په مرض اخته شوې او د وچېدو له ګواښ سره مخ وې، نو د پوهنتون ادارې د کرنې او طب پوهنځیو او همدارنګه د کانال او زراعت ریاستونو سره په مشوره دغه کمپاین ترسره کړ.

ښاغلي صداقت د ننګرهار کانال او زراعت ریاستونو مننه وکړه، چې د یاد کمپاین په ترسراوي کې یې د پوهنتون له ادارې سره د دوا او تخنیکي وسایلو مرسته وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu