ننګرهار پوهنتون کې د سولې ټینګښت او شخړو حل پنځه ورځنى ورکشاپ پای ته ورسېد

nu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۹:۹
image

 

ياد ورکشاپ، چې د سولې مرکز په نوښت جوړ شوى ؤ، د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو ٢٥ تنو محصلينو په کې برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په افغاني ټولنه کې د ټولنيزې سولې د ټینګښت پر اړتيا خبرې وکړې او په ياده برخه کې يې د عامه افکارو د مثبت تغير په برخه کې دا ډول روزونکي پروګرامونه اغېزمن وبلل.

پوهاند بهسودوال د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز نوښتونه او ابتکارات وستایل او د یاد مرکز د مسؤلینو او غړو محصلینو یې غوښتنه وکړه، چې په پوهنتون کې د مثبت فکري او فزیکي تغیر لپاره لاس په کار شي.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي او د سولې مرکز د محصلينو او ځوانانو کلب مشر پوهنيار احمد جميل پوپلزى نور ويناوال وو، چې د ورکشاپ د ارزښت او موخو په اړه یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

په پای کې د پوهنتون د مشرتابه له خوا پر محصلینو سندونه وویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu