ننګرهار پوهنتون کې د سولې او پخلاینې په اړه علمي کنفرانس جوړ شو.

sakhizada_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳۰ - ۸:۵۳
image

 

یاد کنفرانس د سولې په اړه د بحثونو لړۍ په ترڅ کې، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت د افغانستان د پوهنتونونو محصلینو تر منځ پیل شوې، د ننګرهار په ګډون د ختیزو څلورو دولتي پوهنتونونو د محصلینو تر منځ ترسره شو.

په یاد علمي بحث کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، لغمان او نورستان پوهنتونونو د مسؤلینو او محصلینو سربېره د ننګرهار ولایت مقام مرستیالې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت راغلي پلاوي، علماء کرامو، ښوونکو، مدني او د سولې د برخې فعالانو برخه لرله.

د کنفرانس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سولې په پروسه کې یې د هېواد د ځوان او لوستي قشر (محصلینو) د نظرونو او مشورو اخیستل غوره ګام او ښه پرمختګ وباله.

نوموړي وویل: ځوانان د ټولنې د ملا تیر حیثیت لري او د سولې او پخلاینې په برخه کې یې د ګټورو نظرونو اخیستل هغوی ته د مالکیت احساس ورکوي او په دې ملي پروسه کې خپل ځان ویني، چې یاده چاره د سولې ملي پروسه د بریا تر بریده رسولی شي.

د ننګرهار ولایت مقام مرستیالې آغلې حبیبې کاکړ د سولې په چارو کې د دولت وزارت مننه وکړه، چې د سولې په ملي پروسه کې یې د هېواد پوهنتونونه دخیل کړي.

نوموړې وویل: مونږ هغه ډول تلپاتې او پایداره سوله غواړو، چې د ټولو حقونه او ترلاسه شوي پرمختګونه په کې خوندي وي.

د سولې په اړه د بحثونو لړۍ مسؤل او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مرکز زون رئیس باسط احمد حافظي وویل: سوله د ټولو افغانانو یوازېنۍ هیله ده او مونږ خوښ یو، چې د سولې موضوع په اکاډمیکو مرکزونو کې بحث کوو.

ښاغلي حافظي زیاته کړه: د سولې راتګ یوازې د دولت مسؤلیت نه دی، بلکې د ټولنې ټول قشرونه په یاده ملي پروسه کې مسؤلیت او مکلفیت لري، چې په دې پروسه کې دخیل او له نظرونو یې ګټه واخیستل شي.

نوموړي وویل: د سولې په اړه د بحثونو لړۍ د افغانستان په شپږو زونونو کې د ۳۹ دولتي پوهنتونونو د محصلینو تر منځ ترسره کېږي، چې نظرونه او وړاندیزونه به یې راټول او د سولې مذاکره کوونکي پلاوي سره به شریک شي.

د کنفرانس په دویمه برخه کې د ننګرهار په ګډون د ختیزو څلورو ولایتونو پوهنتونونو ۴۰ تنو محصلینو د سولې د بېلابېلو اړخونو، فرصتونو او ننګونو په اړه خپلې طرحې او پریزنټیشنونه وړاندې کړل، چې د ژوري هیئت له خوا د هر پوهنتون څخه دوه طرحې غوره شوې، چې د ننګرهار پوهنتون څخه د عزت الله منصف او نازنین مومند، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون څخه د حنظله او وسیلې، د لغمان پوهنتون څخه د عبدالاحد او زمزمې او د نورستان لوړو زده کړو موسسې څخه د یحیی او هنرشاه طرحو د غوره طرحو مقام خپل کړ، چې د پروګرام د مسؤلینو په وینا، دوه اوونۍ وروسته به په کابل کې د زونونو په کچه دایرېدونکي د سولې په ملي کنفرانس کې هم وړاندې شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د راغلي پلاوي له خوا د کنفرانس تنظیموونکو او ګټونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu