ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ امارتي او خصوصي پوهنتونونو سلګونو تنو محصلینو ته ۶ ورځنی دیني او علمي سيمینار پیل شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۲:۳۸
picture

د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام په لارښوونه او د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د ننګرهار او لغمان امارتي او ننګرهار مېشتو بېلابېلو خصوصي پوهنتونونو نږدې ۵۰۰ تنو محصلینو ته ۶ ورځنی دیني ـ علمي سيمینار پیل شو، چې پر مهال به یې د هېواد جیدو علماوو او شیوخ کرامو له خوا دیني، عقیدوي، فکري، تربیوي او اصلاحي موضوعات تدریس او ارایه شي.
د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د سيمینار په ارزښت او موخو خبرې وکړې او ګډونوال محصلین یې وهڅول، چې په خپل فعال ګډون سره ارایه کېدونکي موضوعات په ښه توګه زده او په خپل ورځني ژوند کې عملي کړي.
د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکر الله وحدت په خپله وینا کې وویل، د محصلینو دیني، مسلکي او فکري روزنه ورته لومړیتوب لري او یاد سيمینار یې د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ صاحب په مستقیمې لارښوونې جوړ کړی دی.
نوموړي د جوړ شوي ۶ ورځني سيمینار د ترتیب او اجنډا په اړه محصلینو ته معلومات وړاندې کړل او هغوی یې خپلو دیني او مسلکي مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
د فکري روزنې او ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوي د دې سيمینار د اولې ورځې په لومړۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني مجاهدینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنـین (حفظه الله تعالی) لارښوونې، د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکر الله وحدت ولاء او براء، د مخدره توکیو اضرار او د اسلامي امارت پر پرېکړو اعتماد  او د ننګرهار ولایت د علماوو شورا مشر شیخ القران والحدیث مولوي حضرت جان حنفي د امام ابوحنیفه (رحمه الله) مناقب او د هغه د مذهب تدوین او تقلید موضوعات ارایه او د محصلینو پوښتنې یې ځواب کړې.
ټاکل شوې ده، چې د غرمنۍ او لمانځه وقفې وروسته به ( د اسلامي نظام اهمیت، فوائد او بیعت ته د انسانانو اړتیا، فقه العبادات، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) کتاب د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) موضوعات د شیخ شاکرالله وحدت، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح او د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي خلیل الله معصوم له لوري ارایه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu