ننګرهار پوهنتون کې د افغانستان اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې درې اوونۍ به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې عمومي مدیریت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شو.
د یادو سیالیو پرانیستې مراسمو کې د پوهنتون یو شمېر مسؤلینو، استادانو او محصلینو برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې عمومي مدیر قاري مطیع الله مسرور وویل، د کرکټ ټورنمنټ دایرېدو څخه یې موخه د محصلینو بدني او ذهني روغتیا تامین او هغوی لپاره د سالمې بوختیا رامنځته کول دي.
نوموړي لوبېدونکو لوبډلو ته سپارښتنه وکړه، چې د امربالمعروف قانون، لارښوونو او سپورتي اصولو په پام کې نیولو سره لوبې ترسره کړي.
د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ د کرنې او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه، چې د کرنې پوهنځي لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
