ننګرهار پوهنتون کې۳۰۰ تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۶:۱۵
picture

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د درې میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
د کمپیوټر زده کړې د یاد کورس څخه فارغ شوي محصلین د ننګرهار پوهنتون د ۱۳ ګونو پوهنځیو څخه وو، چې سهار او ماسپښین دورو کې د دوو تنو مجربو استادانو له خوا ورته د کمپیوټر (Office) پروګرامونه تدریس او روزنه ورکړل شوه.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې د محصلانو خدمتونو انسجام امریت له لوري فراغت غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د محصلانو چارو مرستیال، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼو محصلینو برخه درلوده.
د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني په بریالي ډول د یاد کورس په پای ته رسېدو خوښي وښوده، کمپیوټري زده کړې یې معاصرې نړۍ سره د ځان عیارولو او پرمختګ اساسي عامل وباله او محصلینو ته د دا ډول کورسونو د زمینه سازۍ له کبله یې له مسؤلینو مننه وکړه.
نوموړي همدارنګه د وخت په اهمیت خبرې وکړې او محصلین یې متوجه کړل، چې وخت د علم او پوهې حاصلولو او ځان جوړونې لپاره ستر فرصت او غنیمت وګڼي.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د خپلې وینا پر مهال محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د کورس په لړ کې زده کړي مسایل له یاده ونه باسي، عملي استفاده ترې وکړي او د روزونکو استادانو او انسجام امریت مسؤلینو څخه یې مننه وکړه.
نوموړي وویل، چې د پوهنتون په ټولو پوهنځیو کې د محصلینو مسلکي روزنې تر څنګ د ظرفیت لوړونې په موخه لازمې برنامې دایر شوي او دغه چاره به همداسې دوامده وساتي.
د محصلانو خدمتونو انسجام آمر قاري بشیر احمد احمدي په خپلو خبرو کې د یادې کمپیوټري برنامې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د فارغو محصلینو په روزنه کې یې کیفیت په پام کې نیولی.
په پای کې پوهنتون مشرتابه او استادانو له لوري فارغو محصلینو ته د فراغت سندونه او ډالۍ ورکړل شوې. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu