ننګرهار پوهنتون سره ۲۱۰۰ زینتي بوټو مرسته وشوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۸:۴۸
image

 

د نيالګيو ياده مرسته د اقتصاد پوهنځي فارغ نصیب الله رحیمزي له خوا د کرنې ریاست په همکارۍ شوې وه، چې د نوموړي له خوا د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي ته په داسې حال کې وسپارل شوه، چې د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق رهنما او د یاد پوهنځي استادانو هم حضور درلود.

پوهنوال هاشمي د ښاغلي رحیمزي د مرستې او نېک احساس مننه وکړه او د ننګرهار پوهنتون په نورو فارغانو یې هم غږ وکړ، چې د پوهنتون په علمي او رغنیز پرمختګ کې ونډه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون او افغان طیور امارتي شرکت مسؤلینو تر منځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو پراختیا په موخه غونډه وشوه.

یاده غونډه چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار، د افغان طیور امارتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په ودونو کې د ناوړو رواجونو په هکله معلوماتي سيمینار او تمثیلي ننداره وړاندې شوه.

په همدې اړه د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو همغږۍ امریتونو له خوا غونډه جوړه شوې وه، چې د مسؤلینو سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځیو سلګونو تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu