د ننګرهار پوهنتون او افغان طیور امارتي شرکت مسؤلینو تر منځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو پراختیا په موخه غونډه وشوه.
یاده غونډه چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار، د افغان طیور امارتي شرکت رئیس مولوي اسماعیل مخلص او د پوهنتون کرنې، وترنري علومو، اقتصاد او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو مسؤلینو او استادانو په کې برخه لرله.
د غونډې پر مهال د افغانستان پولټري سکتور د ودې، پرمختګ او ځان بسیاینې برخه کې په مهمو موضوعاتو خبرې وشوې او د پوهنتون محصلینو عملي زده کړو، فارم دارانو او مسلکي کادرونو د ظرفیت لوړونې اړوند د ګډو فعالیتونو په ترسره کولو ټینګار وشو.
همدارنګه د دواړو لورو تر منځ راتلونکي کې د ګډو همکاریو د یوې تفاهمنامې لاسلیک باندې هوکړه وشوه، چې له مخې به یې یو علمي او تخنیکي بورډ هم رامنځته شي، څو د فعالیتونو همغږي او مؤثریت یقیني کړي.
د څېړنیز مرکز ایجاد، د کیفیت کنټرول سیستمونو پیاوړتیا، د مسلکي کادرونو د ظرفیت لوړونې برنامو پلي کول او د پوهنتون فارغانو ته کاري فرصتونه برابرول هغه موارد وو، چې توافق پرې وشو.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
