ننګرهار پوهنتون سره د ۱۰۰۰ مېوه لرونکو او زینتي نيالګيو مرسته وشوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۹:۲۰
image

 

د نيالګيو ياده مرسته د حجاز سترپلورنځي د مسؤل حاجي نسیم خلیل له خوا شوې وه، چې نن ورځ د ټولنیز فعال عبدالبصیر سباوون له خوا د پوهنتون مشرتابه ته وسپارل شوه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ښاغلي خلیل او ښاغلي سباوون د نېک احساس مننه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون په سمسورتیا او سرسبزۍ کې یې برخه واخیسته.

پوهاند بهسودوال د پوهنتون د ساتنې او څارنې مدیریت مسؤلینو ته د مرسته شويو بوټو په مناسبو ځايونو کې د کېنولو سپارښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu