ننګرهار پوهنتون د محصل د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل ۳۶ تنه ممتاز محصلين وستايل

sakhizada_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۸:۵۴
image

د ننګرهار پوهنتون ادارې د محصل د نړیوالې ورځې د رارسېدو په مناسبت د خپلو اړوندو پوهنځیو د تېر سمستر ازموينو غوره او ممتاز محصلين د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل.

په همدې موخه د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت تالار کې ستاينغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون او پوهنځیو یو شمېر مسؤلینو، استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو په کې برخه لرله.

غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي په اداره کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر ارزښت خبرې وکړې او ممتازو محصلينو ته يې ددې ستر وياړ له امله، چې د پوهنځي د غوره محصلينو مقام يې خپل کړى، مبارکي وويله.

نوموړي وویل: د پوهنتون اداره او استادان هڅه کوي، چې محصلینو ته د تدریس او عملي زده کړو ښې او معیاري اسانتیاوې رامنځته کړي، چې له نېکه مرغه د همدې هلو ځلو پایله ده، چې زمونږ محصلین د پوهنتون او دغه راز د هېواد د پوهنتونونو په کچه ښې لاسته راوړنې لرلي او په ګڼو سیالیو کې ځلېدلي دي.

ښاغلي هاشمي محصلینو ته د محصل د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او د یادې ورځې د تاریخي شالید په اړه د معلوماتو د ورکړې تر څنګ یې هغوی خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته ځیر کړل.

د ممتازو محصلینو په استازۍ د انجنیري پوهنځي محصل عبدالمتین حنیف او د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلې بصیرې شېرزاد خبرې وکړې او د پوهنتون له ادارې یې مننه وکړه، چې تل یې خپل محصلین تشویق او هڅولي دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د شرعیاتو پوهنځي محصلې منیژې غفورزۍ د هېواد پالنې په اړه ترتیب کړی پریزنټیشن وړاندې کړ، چې د غونډې د ګډونوالو له خوا یې تود هرکلی او استقبال وشو.

د مراسمو په پای کې ممتازو محصلینو ته د ادارې له خوا برابر شوي ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu