د ننګرهار ګمرک رئیس د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره وليدل.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۸:۵۸
image

 

د ننګرهار ولایت د ګمرک رئیس خان زمان امرخېل د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې، چې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنوال محمد زبیر نورمل او د پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې مسؤل پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي هم حضور درلود، دواړو لورو د متقابلو اړیکو په پیاوړتیا، د محصلینو د عملي زده کړو او انټرنشیپ او د ملي سوداګرو پر مټ د پوهنتون د زیربنايي پروژو، رغنیزو چارو او فزیکي ښکلا د رامنځته کېدو پر شونتیا خبرې اترې وکړې.

ښاغلي امرخېل په علمي او رغنیزو برخو کې د ننګرهار پوهنتون په وروستیو لاسته راوړنو خوښي وښوده او یادې لاسته راوړنې یې ددې پوهنتون د رهبرۍ، استادانو او ټولو منسوبینو د هلو ځلو پایله وبلله.

د ګمرک رئیس ژمنه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون سره د تېر هوکړه لیک په اساس به ددې پوهنتون محصلینو ته په خپله اداره کې د عملي زده کړو زمینه برابره کړي او هم به د ملي سوداګرو په مرسته ددې علمي کور په بیا رغاونه کې ونډه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu