د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د دیني او اصلاحي درسونو لړۍ دوام لري.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۰:۵۸
picture

یاد درسونه د دعوت او ارشاد امریت له خوا ددې پوهنتون استادانو، مامورینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د درسي او اداري مکلفیتونو تر څنګ په بېلابېلو وختونو کې ورکول کيږي.
همدارنګه هر سهار په اوه نیمو بجو د پوهنتون په جامع مسجد کې یادو کارکوونکو ته د قران عظیم الشان ترجمه هم کیږي.
د یادو درسونو په سلسله کې نن ورځ د منکراتو په ازالې او د معروفاتو په اقامې خبرې وشوې.
د دیني او اصلاحي درسونو یاده لړۍ د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني او د یاد امریت مرستیال مولوي نجیب الله ثاقب له خوا پر مخ وړل کیږي، چې پر مهال يې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم ویل کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu