د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د ( اداري اخلاق ) تر سرلیک لاندې روزنیز سيمینار دایر شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۳:۶
picture

یاد سيمینار ددې پوهنتون د بشري سرچینو امریت اړوند د وړتیا لوړونې مدیریت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې ۲۵ تنو اداري او خدماتي کارکوونکو ته دایر شو.
د سيمينار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمر قاري جمیل مُحسن د یاد سيمینار په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او د سيمینار ګډونوالو ته یې په خپله کاري ساحه کې د اصولو سره سم چلند کولو او اخلاقو رعایتولو سپارښتنه وکړه.
نوموړي وویل: د دا ډول روزنیزو سيمینارونو په دایرولو سره غواړي، د اداري کارکوونکو ظرفیت لوړ، مثبت او ګټور کاري چاپېریال رامنځ ته کړي.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهندوی سید بنارس هاشمي د سيمينار د ارایې پر مهال د اداري اخلاقو مفهوم، په اداره کې د مسلکي چلند اصول، معیارونه، سلسله مراتب، مسؤلیت اداینه، حساب ورکول، کاري ساحه کې د اغېزمنو اړیکو جوړولو مهارتونه، صمیمانه برخورد او متقابل درناوی تشریح کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu