د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د شرعیاتو پوهنځي د چارو لیدنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۸:۵۳
image

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي یې ملتیا کوله، د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو د چارو د څارنې او ارزونې په لړ کې دا ځل د شرعیاتو پوهنځي د علمي او اداري چارو څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال پوهاند بهسودوال شرعیاتو پوهنځی د لیسانس د ورځې او شپې پروګرامونو سربېره د دکتورا او ماسترۍ د دریو برنامو په لرلو سره د ننګرهار پوهنتون له ځواکمنو پوهنځیو یاد کړ او د پوهنځي د مسؤلینو او استادانو څخه د مننې تر څنګ یې هغوی د اړوندو برنامو لا بهبود او معیاري کېدو ته راوبلل.

د پوهنتون رئیس او مرستیالانو د تضمین کیفیت د دوامدارې پروسې په معیارونو او د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي سیستم (HEMIS) په اساس د پوهنځي د چارو د برابرولو په اړه د پوهنځي مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې، چې د شرعیاتو پوهنځي د رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب او د اړوندو څانګو د مسؤلینو له خوا ورته په یاده برخه کې د اړینو اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د مجلس په پای کې د پوهنتون مشرتابه د پوهنځي د ریاست، دیپارتمنتونو او اداري مدیریتونو چارې له نږدې وليدې او د استادانو ستونزې او وړاندیزونه یې هم واورېدل او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu