د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۹:۲۱
image

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د ننګرهار ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستيال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي په ملتیا ددې پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د پوهنتون رهبرۍ د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د حاضریو کنترول او د اړوندو څانګو د چارو د بهبود او ښه والي په موخه مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۶۸ کادري بستونو لپاره له ۸۹ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، جهان، مهین، رڼا، اریانا کابل، اریانا ننګرهار، سپین غر کابل، سپین غر ننګرهار او فانوس امارتي او خصوصي پوهنتونونو د مختلفو پوهنځیو بېلابېلو څانګو کادري بستونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (پر رواني روغتیا د ټولنیزو رسنیو اغېزې) تر عنوان لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنمل احمدګل احمدي له خوا د مختلفو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شو، پر مهال یې د ټولنیزو رسنیو د ګټو، احتمالي زیانونو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د مشاورې مهارتونو او رواني روغتیا په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې دوو تنو استادانو له خوا ترسره شو، پر مهال یې سلګونو تنو محصلینو. . .

BACK TO NEWS

User account menu