د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د داخلي او بهرنیو ژبو د زده کړې کورسونه پیل شول.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۰:۱۵
picture

د ننګرهار پوهنتون ریاست په لارښوونه او ددې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري ،عربي او انګلیسي ژبو زده کړې یو کلنه وړیا برنامه پیل شوه.
یاده برنامه چې مالي ملاتړ یې لوړو زده کړو وزارت کوي او د تدریس چارې یې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادان پر مخ وړي، سهار او مازیګر د محصلینو لپاره ټولګي لري.
په همدې مناسب د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو له لوري د پوهنتون د غونډو په تالار کې د پرانیستې مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، استادانو، د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو او ګڼو محصلانو ګډون کړی و.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي غونډې ته د خپلې وینا پر مهال د ژبو د زده کړې یادې برنامې په پیلېدو خوښي څرګنده کړه او د زیاتو ژبو زده کولو په اهمیت او ګټو یې خبرې وکړې.
نوموړي وویل: دغه کورسونه کولی شي، چې د محصلینو په ژبنیز ظرفیت لوړاوي، اړیکو پیاوړتیا او مسلکي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي او له کبله به یې هغوی په ملي او نړیوالو ادرسونو کې ځان لپاره کاري فرصتونه ومومي.
ښاغلي هاشمي ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به هم د محصلانو ظرفیت او غوښتنو ته په کتو دې ته ورته پروګرامونه جوړ او د مسلکي روزنې سربېره به هغوی ته بېلابېل مهارتونه ور زده کړي.
د ژبو زده کړې د یادو ټولګيو تدریسي بهیر سر له نن (یکشنبې) د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې پیلیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu