د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ازموینې اندېښنو سره د مقابلې لارې چارې) تر سرلیک لاندې سيمینار ارایه شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۲۰:۱۹
picture

یاد سيمینار د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون ریاست مقام په لارښوونه او د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت په نوښت د۱۴ ګونو پوهنځیو جدید الشمول محصلینو ته د ښوونې او روزنې پوهنځي یو تن استاد له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې وړاندې شو.
په دې سيمینار کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال سربېره یو شمېر استادانو او سلګونه تنو محصلینو برخه لرله.
د سيمینار د پرانیستې وینا پرمهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي یاد سيمینار محصلینو لپاره پر ځان د باور لوړولو، ذهني ثبات ټینګښت او له ازموینې وړاندې د رواني فشار او اندېښنو مهارولو په برخه کې مهم او ګټور وباله.
نوموړي د سيمینار ارایه کوونکي استاد څخه د مننې ترڅنګ محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د سيمینار پر مهال خپلې نیمګړتیاوې او اندېښنې له منځه یوسي او په خپلو درسي فعالیتونو برلاسي ومومي.
د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او رزونې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې استاد پوهنمل دوکتور حکیم خان حقیار د سيمینار د ارایې پر مهال د ازموینې اندېښنې تعریف، مفهوم، اندېښنې پېژندلو، د اندېښنې پیدا کېدو عواملو او د هغې د مخنیوي لارو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي له استادانو، ارواپوهانو او اړونده برخه کې متخصصینو څخه د مرستې غوښتنه، د ازموینو ډول ته پاملرنه، فزیکي فعالیتونه، استقامت، مثبت افکار، پر هڅو زیات تمرکز، دعا، اذکار او د عمل او نیت اصلاح د ازموینو د اضطراب لمنځه وړلو کې ګټور فکټورونه یاد کړل.
د سيمینار په پای کې په عملي توګه د اندېښنو پر وړاندې د ارامتیا احساسولو تمرینونه اجراء شول او د  محصلینو پوښتنې ځواب شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu