د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي له اسلامي تعلیماتو څانګې څخه ۶۴ تنه فارغ شول.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۶:۵۱
Picture

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي اسلامي تعلیماتو څانګې په خپله ۲۳مه دوره کې ۶۴ تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړل.
په همدې پار د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د امام ابو حنیفه (رح) د غونډو په تالار کې د فراغت غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د شرعیاتو پوهنځي رئیس او استادانو، فارغېدونکو محصلینو او د هغوی د کورنیو غړو برخه درلوده.
فراغت غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـولوي احسان الله ناصح محصلینو او د هغوی کورنیو ته د یاد فراغت له امله مبارکي وویله او د پوهې په وده، اقتصادي او علمي پرمختګ، کاري ځواکمنتیا، اکاډمیکې بډاینې او د ستونزو حل برخه کې یې د علمي اشخاصو زیاتوالی ګټور وباله. 
نوموړي زیاته کړه، د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ تل د لیسانس او فوق لیسانس برنامو د لا زیات تقویت او معیاري کېدا او محصلینو ته د اسانتیاوو ایجاد په برخو کې هلې ځلې کړي او دغه برخه کې زیات پرمختګونه شوي.
د غونډې پر مهال د شرعیاتو پوهنځي مشرتابه د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال ته د هغه د ښو کړنو او خدمتونو ترسره کولو له امله د اعزاز لونګۍ پر سر کړه.
د فراغت یاده غونډه د ننګرهار پوهنتون علمي چارو مرستیال او شرعیاتو پوهنځي رئیس او استادانو له لوري فارغیدونکو محصلینو ته د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو بورد نوبتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو بورد ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه، چې پر مهال یې د فوق لیسانس برنامو د لا زیاتې معیاري کېدا، پراختیا، پر محصلینو د وخت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د نړیوال علمي ژورنال (NUIJB) د نشراتي پالیسي د غوره والي په موخه ناسته ترسره شوه.

په یاده کاري ناسته، کې چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ ترسره شوه او د نړیوال ژورنال د نشراتي برخې سره د مربوطه پوهنځیو استازو په کې ګډون کړی و، د ژورنال د جواز تمدید، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۴۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال د یاد معاونیت اړوندو آمرینو سره غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په داسې حال کې، چې د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـولوي احسان الله ناصح هم حضور درلود، د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

User account menu