د ننګرهار پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو له وزیر سره ولیدل.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال په ملتیا د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر سره ولیدل.
د لیدنې پر مهال دواړو لورو د ننګرهار پوهنتون د علمي پروګرامونو د پراختیا، زیربنايي پروژو چټکتیا، رغنیز پرمختګ، تدریسي بهیر ښه والي او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.