د ننګرهار پوهنتون رئیس ددې پوهنتون د مرکزي کفټيریا ودانۍ د جوړېدو چارو څخه لیدنه وکړه

nu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۸:۱۶
image

 

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستيال حميدالله احمدزي یې ملتیا کوله، د پوهنتون د مرکزي کفټیریا ودانۍ د جوړېدو چارې له نږدې ولیدي.

د لیدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه د اړوند شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د ودانۍ چارې باید له پلان سره سم په معیاري ډول په خپل وخت سرته ورسوي، چې د شرکت د مسؤلینو له خوا ورته ډاډ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې د پوهنتون د مرکزي کفټيریا وداني د دوه هالونو، درې دوکانونو، یو ستر پلورنځي، عمومي اشپزخانې او نورو اړوندو ملحقاتو په لرلو سره په ۴۱۶ متره مربع ساحه کې د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

ژبو او ادبیاتو پوهنځي خپل۷۳ تنه ممتاز محصلین وستایل.

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي فرهنګي کمېټې د دې پوهنځي د بېلابېلو څانګو (۷۳) تنه محصلین چې د تېرخزاني سمستر نهايي ازموینو په پایله کې یې د خپلو ټولګیو په کچه لوړې نومرې اخیستې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د عامه روغتیا او چاپېریال ساتنې په اړه د پوهاوي یو ورځنی کمپاین ترسره شو.

د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي محصلینو د عامه روغتیا او چاپېریال ساتنې د ارزښت ترویج او اهمیت بیانولو په هدف د پوهنتون په داخلي کمپس کې د پوهاوي یو ورځنی کمپاین ترسره کړ.

یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

BACK TO NEWS

User account menu