د ننګرهار پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو مسؤلینو ته د علمي پروګرامونو د بیاکتنې (ای پي ار) ورکشاپ دایر شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۴:۴۵
picture

یاد ورکشاپ، چې د دې پوهنتون علمي چارو معاونیت په نوښت د پوهنتون په (پي ډي سي) مرکز کې ترسره شو، پر مهال یې د پوهنتون علمي پروګرامونو کلنۍ ارزونې او دوره یي بیاکتنې په موخو، محتوا، راپورونو لیکنې ترتیب، اړونده نورو مسایلو او تګلارو بحث او معلومات وړاندې شول.
په ورکشاپ کې همدارنګه د ننګرهار پوهنتون په هغو پروګرامونو هم خبرې وشوې، چې د ۱۴۰۴ کال لپاره د دوره يي بیاکتنې لاندې نیول کېږي.
د ننګرهار پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال م.ولوي احسان الله ناصح په خپله وینا کې د ورکشاپ دایرولو په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او هغه یې د پوهنتون علمي اعتبار ساتنې او کیفیت لوړاوي برخه کې ټاکلو معیارونو ته د رسېدنې لپاره حیاتي وباله.
نوموړي زیاته کړه، د علمي برنامو ارزونه او بیاکتنه د پوهنتون نیمګړتیاوو اصلاح، قوت نقاطو پېژندنې او پرمختګ رامنځ ته کېدو فرصتونه ایجادوي او لازمي ده، چې ټول پوهنځي په یاده دوامدراه پروسه کې ګړندۍ او موثره هڅې ترسره کړي.
په دې ورکشاپ کې د پوهنتون د ټولو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو او کیفیت لوړاوي کمېټو آمرینو برخه لرله، چې د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي رئیس او استاد پوهنوال رضوان الله ممله وال له خوا ورته روزنه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu