د ننګرهار پوهنتون د فارغو محصلانو ټولنې (Alumni Association) د پرانیستې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۷:۱۵
image

په یاده مشورتي ناسته کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د یادې ټولنې مشر انجنیر خان محمد دوست او اجرائیه غړو برخه لرله.

په پیل د یادې ټولنې مشر انجنیر خان محمد دوست د پوهنتون مشرتابه او د مجلس غړو ته د ټولنې د تېرو کړنو ګزارش وړاندې کړ.

نوموړي وویل: د ټولنې ابتدايي تشکیلات جوړ شوي، د عدلیې له وزارت نه یې د رسمیت جواز ترلاسه شوی، بانکي حساب، مهر او لوګو، دفتر او ځینې نور اړین کارونه یې ترسره شوي او پاتې چارې به یې په رسمي توګه له پرانیستې وروسته د ملګرو په مرسته ترسره کوو.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتون د فارغانو ټولنې ایجاد یو بې ساری نوښت او مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون د یوه فارغ او مسؤل شخص په توګه په ټولو مثبتو فعالیتونو کې ستاسې ملاتړی او همکار یم.

د مجلس په دویمه برخه کې د ټولنې د پرانیستې مراسمو په اړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د یوې سترې غونډې په ترڅ کې ترسره شي، مشورې او نظریات شریک او د غړو تر منځ مسؤلیتونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu