د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
انځور

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو ازموینه واخیستل شي.

د ازموینې پرانیسته په انجنیري پوهنځي کې وشوه، چې د یاد پوهنځي د مسؤلینو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني، د ازموینو کمېټې مشر پوهاند کریم الله بیدار او یو شمېر استادانو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې محصلین متوجه کړل، چې په منظمه توګه ازموینې ورکړي، ټاکلي اصول او ضوابط مراعت کړي او ازموینو ته پوره اماده ګۍ سره راشي.

د پوهنتون مشرتابه همدا راز د ازموینو له صحنو څخه د لیدنې پر مهال د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته لارښوونه وکړه، چې ازموينې باید په پوره روڼتيا او شفافيت واخلي او پايلې يې په خپل وخت له محصلينو سره شريکې کړي.

د پوهنتون عمومي رئیس دغه راز د ازموینو مرکزي کمېټې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوهنتون او پوهنځیو په کچه د ازموینو بهیر وڅاري او راپور یې وخت په وخت د پوهنتون له ادارې سره شریک کړي، چې د هغوى له خوا ورته په اړونده برخه کې د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې د ازموینو صحنې هره ورځ د سهار په اته نیمو بجو پیلېږي او دوه ساعته دوام کوي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۳:۵۱
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو د پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د علمي څېړنو معاونیت په نوښت په مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې د پوهنتون د ۷ علمي مجلو او ۳ نړیوالو ژورنالونو مسؤلینو او غړو استادانو ته د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنمل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د سیرت النبي ﷺ درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت د نصاب له مخې د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دې امریت د مبلغ مولوي نجیب الله ثاقب له خوا د حضرت محمد مصطفی ﷺ د مبارک سیرت د تدریس لړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۵:۴۱
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۰ کادري بستونو لپاره له ۸۰ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار،کونړ سید جمال الدین افغاني، غزني، اشنا، میهن، زاول او افغان سویس امارتي او خصوصي پوهنتونونو د طب، ستوماتولوژي، اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو او عامه ادارې پوهنځیو. . .

BACK TO NEWS

User account menu