د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د سیرت النبي ﷺ درسونه پیل شول.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۹
انځور

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت د نصاب له مخې د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دې امریت د مبلغ مولوي نجیب الله ثاقب له خوا د حضرت محمد مصطفی ﷺ د مبارک سیرت د تدریس لړۍ پیل شوه.
همدارنګه د سیرت تر څنګ د عباداتو د فقهې په اړه هم اړین درسونه وړاندې کېږي، چې په ترڅ کې یې د اوداسه، لمانځه او نورو بنسټیزو عباداتو اړوند شرعي احکام، مسائل او عملي طریقې بیانېږي، څو کارکوونکي وکولای شي خپل عبادات د شرعي لارښوونو مطابق په سمه توګه ترسره کړي.
له دې درسونو څخه مقصد د پوهنتون د کارکوونکو د دیني پوهې زیاتوالی، د رسول الله ﷺ مبارک ژوند، اخلاقو، سیرت او لارښوونو په اړه معلومات ترلاسه کول او د عباداتو په اړه د اړینو شرعي احکامو او فقهي مسایلو زده کړه ده.
د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجاز الحق زَلِف وویل، کارکوونکو ته د اداري او مسلکي روزنې ترڅنګ د دیني درسونو او شرعي مسایلو زده کړې د دا ډول علمي او عملي برنامو دایرول کولی شي، چې د هغوی اسلامي عقیده پیاوړې او د نبوي سیرت په اړه یې مطالعه او پوهه پراخه کړي.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې د اوبو تصفیه کولو ماشین له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اوبو فلتر یاد ماشین چې په ساعت کې ۲۴۰۰ لیتره اوبه پاکوي، د (ایچ ایچ ار ډي) خیریه مؤسسې له خوا د نږدې څلور سوه زره افغانیو په مالي لګښت جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۳:۵۱
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو د پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د علمي څېړنو معاونیت په نوښت په مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې د پوهنتون د ۷ علمي مجلو او ۳ نړیوالو ژورنالونو مسؤلینو او غړو استادانو ته د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنمل. . .

BACK TO NEWS

User account menu