د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۱:۱۲
picture

د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه، چې پر مهال یې د یادې کمېټې د تېرو فعالیتونو ارزونه وشوه او راتلونکو پروګرامونو او فعالیتونو لپاره طرحې جوړې شوې.
د غونډې پر مهال د اجنډا له مخې د نویو کورسونو د ثبت لپاره د پوهنځي له لوري د استادانو په معرفي کولو، د (HELMS) سیستم ته د شپې برنامو د محصلانو ډیټا د فارمټ مطابق ترتیبولو، د کورسونو د ثبت په اړه نویو معرفي استادانو ته د روزنې ورکشاپ دایرولو او د پوهنځیو په کچه د الکترونیکي زده کړو کمېټو د تېرو راپورونو ترلاسه کولو او تائیدولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
غونډه کې د الکترونیکي زده کړو کمېټې مشر پوهنیار عارف الله ضیاء ګډونوالو سره په (HELMS) سیستم کې د پرمختګونو راپور شریک کړ.
د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د خپلې وینا پر مهال د الکترونیکي زده کړو د کیفیت او پرمختګ په اهمیت خبرې وکړې او د محصلینو په زده کړه کې یې د نوې ټکنالوژۍ او معاصرو علمي لارو څخه استفاده کول اړین او ګټور اقدام وباله.
نوموړي ژمنه وکړه، چې یاده برخه کې به استادانو او محصلینو لپاره لازم سهولتونه چمتو کړي.
د غونډې په پای کې پر یو لړ متفرقه مسایلو بحث او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۶۸ کادري بستونو لپاره له ۸۹ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، جهان، مهین، رڼا، اریانا کابل، اریانا ننګرهار، سپین غر کابل، سپین غر ننګرهار او فانوس امارتي او خصوصي پوهنتونونو د مختلفو پوهنځیو بېلابېلو څانګو کادري بستونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (پر رواني روغتیا د ټولنیزو رسنیو اغېزې) تر عنوان لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنمل احمدګل احمدي له خوا د مختلفو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شو، پر مهال یې د ټولنیزو رسنیو د ګټو، احتمالي زیانونو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د مشاورې مهارتونو او رواني روغتیا په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې دوو تنو استادانو له خوا ترسره شو، پر مهال یې سلګونو تنو محصلینو. . .

BACK TO NEWS

User account menu