د ننګرهار پوهنتون تدریسي بهیر په حضوري توګه پیل شو

sakhizada_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۸:۴۳
image

 

د حضوري زده کړو یاد بهیر د کب په ۱۶ مه نېټه ددې پوهنتون په اړوندو ۱۳ پوهنځیو کې د هېواد د اوبو د مدیریت او د (زمونږ اوبه زمونږ ابرو ده) په شعار سره پیل شو.

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د بېلابېلو پوهنځیو د تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې د یوې میاشتې په موده کې د سمستر د پاتې درسي پلان بشپړولو، حاضریو تعقیب او نورو برخو کې اړینې لارښوونې وکړې.

همدا راز یې له محصلینو غوښتنه وکړه، چې په منظمه توګه درسونو ته راشي او له کم فرصت نه اعظمي استفاده وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu