د ننګرهار او کندهار پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو تر منځ د علمي او مسلکي همکاريو تفاهمليک لاسليک شو

د ننګرهار او کندهار پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو تر منځ د علمي او مسلکي همکاريو تفاهمليک لاسليک شو د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهمليک له مخې به دواړه پوهنځي د پنځو کلونو لپاره د علمي پروګرامونو، څېړنو، ظرفيت لوړونې، مقالو چاپ او نورو علمي برخو کې له يو بل سره همکاري کوي. یاد تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په حضور کې د شرعیاتو پوهنځي د رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب او د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار نور محمد مزمل له خوا لاسلیک شو. پوهنیار مزمل په تېر کې له کندهار پوهنتون سره د ننګرهار پوهنتون د علمي مرستو او همکاریو یادونه وکړه او د مننې تر څنګ یې د هغې پر دوام ټینګار وکړ. نوموړي وویل: د کندهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي اداره په نوموړي پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرامونو د ایجاد، علمي ژورنال رامنځته کېدو او نورو بېلابېلو علمي برخو کې د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي مرستې ته، چې په یاده برخه کې کافي تجربه او اوږده مخینه لري، اړتیا لري. د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو تر منځ د متقابلو علمي اړیکو په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې. نوموړي د ننګرهار او کندهار پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو تر منځ د تفاهملیک په رامنځته کېدو خوښي وښوده او ښاغلي مزمل ته یې په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.