د محصلانو چارو مرستیال محصلینو ته د کمپیوټر زده کړو جوړ شوي کورس څخه نظارت وکړ.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د محصلانو خدمتونو همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي په ملتیا په دې پوهنتون کې محصلینو ته د کمپیوټر زده کړو جوړ شوي کورس له ټولګیو لیدنه او څارنه وکړه. ښاغلي هاشمي د کورس له استادانو مننه وکړه او محصلینو ته یې وویل، چې یاد کورس لوی فرصت وګڼي او پر مهال یې د کمپیوټر اړوند پروګرامونه په ښه توګه زده کړي. نوموړي ژمنه وکړه، چې د محصلینو د مسلکي زده کړو تر څنګ به راتلونکي کې هغوی ته د ظرفیت لوړونې په موخه دې ته ورته نورې برنامې او کورسونه جوړ کړي.
