د ماسترۍ دورې کانکور د کارتونو وېش، بایومتریک او ازموینې خبرتیا!

nu_admin
image

Event dates

Event dates -

 

د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ دورې کانکور ازموینې ټولو هغو ګډونوالو ته، چې ددې پوهنتون د ماسترۍ دورې شپږو څانګو لپاره یې په ننګرهار پوهنتون کې نوملیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د کانکور په ازموینه کې د ګډون کارتونو تر لاسه کولو او بایومتریک لپاره دې له ټاکلي مهالوېش سره سم ننګرهار پوهنتون ته راشي.

د قضاء او څارنوالۍ، تفسیر او حدیث او عربي ادبیاتو څانګو د کارتونو وېش او بایومتریک پروسه د چهارشنبې په ورځ د کب په ۱۸مه نېټه او د پښتو ادبیاتو، اقتصاد MBA، فقهې او قانون څانګو د کب په ۱۹مه نېټه په ټاکل شویو ځایونو کې ترسره کېږي.

وخت: د سهار له ۸ بجو د ماسپښین تر ۳ بجو پورې.

ځای: د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC)- ننګرهار پوهنتون.

یادښت: د ازموینې کارت ترلاسه کولو او بایومتریک پر مهال د شخص حضور او د تذکرې د اصل یا پاسپورت شتون شرط دی.

د یادونې وړ ده، چې د کانکور ازموینه د ازموینو ملي ادارې د راغلي پلاوي او د ننګرهار پوهنتون د ادارې له خوا د کب په ۲۰ مه نېټه د جمعې په ورځ اخیستل کېږي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

image

More events

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۱۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون  رياست له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې دننګرهار پوهنتون دزراعت او وترنري علومو پوهنځيو د تحقيقاتي فارمونو لپاه د ضرورت وړ . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتيا!

ننګرهار پوهنتون په پام کې لري چې د خپلو اړوند باغونو نارنجان د مزایدې د لارې خرڅ کړي، هرهغه څوک چې د باغونو نارنجان د داوطلبۍ او مزایدې په غونډه کې شرکت کول غواړي، خپل غوښتنليکونه دې له . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون په مختلفو ساحو کې د ترميماتو پروژې د دواوطلبۍ خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون په مختلفو ساحو کې د ترميماتو پروژه د دواوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د . . .

User account menu