د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست لخوا د اقتصاد پوهنځيو د ارزونې او اعتبار ورکولو په موخه د برنامه یي چارچوب جوړونې لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۸:۲۸
picture

د ورکشاپ پر مهال د متخصصینو له لوري د چمتو شوي چارچوب (جوړښت) له مخې به راتلونکي کې د ټولو امارتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسساتو د اقتصاد پوهنځیو علمي، تدریسي، اداري او نور فعالیتونه ارزول کېږي او له هغې وروسته به د اعتبار سند ورکول کېږي.

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې جوړ شوی و، چې د ننګرهار پوهنتون د مسؤلینو، تضمین کیفیت آمر او اقتصاد پوهنځي استادانو، سربېره په کې د خراسان، التقوی، تابش، الفلاح، روښان او اریانا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د اقتصاد پوهنځيو رئیسانو، څانګو آمرینو او تضمین کیفیت مسؤلینو برخه لرله.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئيس استاذ شاکر وحیدي په وينا، لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د ټولو برنامو لپاره برنامه یي ارزونه او اعتبار ورکونه رامنځته کړي او په همدې پار ننکرهار پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي اړوند برنامه يي چارچوب باندې عملاً کار ترسره کیږي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح خوښي څرګنده کړه، چې یاد ورکشاپ د بېلابېلو تحصیلي نهادونو د اقتصاد پوهنځیو رئیسانو او نورو مسؤلینو په حضور کې د تضمین کیفیت پروسې له مخې د چارو د ارزونې او اعتبار ورکولو د یو معیاري او واحد چارچوب د جوړېدو فرصت برابر کړ.

نوموړي تر کار لاندې چارچوب د اقتصاد پوهنځیو د ټولو چارو کیفیت ښه کولو، ارزونې او بیا کتنې برخه کې بنسټیز او ګټور ګام وباله.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست لخوا تر دې وړاندې هم دې ته ورته ورکشاپونه د طب او انجنیري پوهنځیو لپاره ترسره شوي او د استادانو او ګډونوالو په اتفاقي نظریاتو یې یادو پوهنځیو ته د چارو ارزونې او اعتبار ورکولو ځانګړي چارچوبونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

BACK TO NEWS

User account menu