د امام ابو حنیفه (رحمه الله) تخصصاتو دیني جامعې رئیس د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره ولیدل.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۹:۲۵
picture

په یاده لیدنه کې،  چې د پوهنتون  په ریاست مقام کې ترسره شوه، د امام ابو حنیفه (رحمه الله) تخصصاتو دیني جامعې د تدریسي او اداري چارو د ښه والي او د دواړو ریاستونو په ورځنیو چارو کې د همغږۍ رامنځ ته کولو په موخه مشورې او نظریات شریک شول.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شــیخ انعام الله مدني د امام ابو حنیفه (رحمه الله) تخصصاتو دیني جامعې ترسره کړي فعالیتونه او پرمختګونه وستایل او د یادې جامعې رئیس ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د  امام ابو حنیفه (رحمه الله) تخصصاتو دیني جامعې رئیس ابــوالاسد الشهيد مُــفتي حـزب الله الــحقــاني د ننګرهار پوهنتون له رئیس او مرستیالانو مننه وکړه، چې تل یې د هغوی له چارو ملاتړ کړی، د  ښه والي په موخه یې ورسره لازمې مشورې شریکي کړي او زیاته یې کړه، چې د یادې جامعې د چارو تنظیم او معیارونو پلي کولو په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي دي. 
د لیدنې پر مهال د ننګرهار پوهنتون او دیني تخصصاتو جامعې رئیسانو سربېره د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مــولوي احسان الله ناصح، د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د دیني تخصصاتو جامعې علمي مرستیال مُــفتي محمد یونس الراشد هم حضور درلود. 
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu