د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس شاوخوا ٢٦٠٠ ګډونوالو د مشرتابه حفظه الله تعالی ورعاه سره خپل بیعت تازه کړ.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۲۵
picture

دغه څلور ورځنی ملي کنفرانس، چې د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ، د ننګرهار پوهنتون له لوري، په کندهار پوهنتون کې تېره ورځ د ا.ا.ا مشرتابه حفظه الله په حضور او وینا سره پیل شو، شاوخوا ٢٦٠٠ ګډنوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ.

مشرتابه حفظه الله تعالی په خپله وینا کې د علم، اېمان، شرعي  احکامو د پلي کېدو او د تبلیغاتي جګړې پر وړاندې د یووالي او مبارزې خبرې وکړې. نوموړي علماء کرامو ته سپارښتنه وکړه، چې علم د لمر په شان ټولو ته ورسوي او ویې ویل چې په پوهنتونونو کې داسې خدمت وکړي، چې د پوهنتون محصلین د خلکو لپاره مادي او معنوي قوت جوړ شي.
یاد کنفرانس به څلور ورځې دوام وکړي او ۱۰۴ علمي ـ څېړنیزې مقالې به پکې وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۶۸ کادري بستونو لپاره له ۸۹ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، جهان، مهین، رڼا، اریانا کابل، اریانا ننګرهار، سپین غر کابل، سپین غر ننګرهار او فانوس امارتي او خصوصي پوهنتونونو د مختلفو پوهنځیو بېلابېلو څانګو کادري بستونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (پر رواني روغتیا د ټولنیزو رسنیو اغېزې) تر عنوان لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنمل احمدګل احمدي له خوا د مختلفو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شو، پر مهال یې د ټولنیزو رسنیو د ګټو، احتمالي زیانونو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د مشاورې مهارتونو او رواني روغتیا په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې دوو تنو استادانو له خوا ترسره شو، پر مهال یې سلګونو تنو محصلینو. . .

BACK TO NEWS

User account menu