د ننګرهار پوهنتون علمي شورا غونډه وکړه

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۹:۱۷
image

 

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستيال حميدالله احمدزي د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي، اداري، تقرر، ترفیعاتو، رتبې تثبیت، د محصلینو پر عرایضو او يو شمېر نورو مسايلو بحث او خبرې اترې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د شورا غړو ته د پوهنتون د وروستۍ بریا او بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستلو د مبارکۍ تر څنګ له ټولو استادانو او منسوبینو مننه وکړه، چې په نوموړې پروسه کې یې په اخلاص هلې ځلې وکړې او د راتلونکې لپاره یې ددې اعتبار د ساتلو او لا پرمختګ سپارښتنه وکړه.

د شورا اجنډا د علمي چارو د مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د مجلس له غړو سره شريکه کړه، چې د ننګرهار پوهنتون او یو شمېر نورو پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۹، د رتبې تثبیت ۴ او د تقرر ۱۲ کیسونه، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په عربي څانګه کې د ماسترۍ پروګرام ایجاد، د محصلینو په عرض پاڼو او يو شمېر نورو متفرقه مسايلو بحث وشو او په اړه یې پرېکړې وشوې.

د غونډې په دویمه برخه کې د بېلابېلو پوهنځیو اته تنه استادان (د طب پوهنځي استاد پوهاند ډاکتر سیف الله هادي، د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهاند احسان الله ثاقب، د انجنیري پوهنځي استاد پوهاند زلمی خالقي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنوال شمس الاسلام شمس صافی، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد او د پوهنتون د علمي مجلې عمومي مدیر پوهنیار شفیع الله حبیب، د یاد پوهنځي استاد او مرستیال پوهنیار غفران الله معروف، د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنیار سید عطاءالحق بنوري او د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنیار محبت خان محسن) چې د تضمین کیفیت پروسه کې یې وړتیا ښودلې وه، د پوهنتون د مشرتابه له خوا د علمي شورا په حضور کې د ستاینلیکونو او ایوارډونو په ورکړې سره تقدیر شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۶۸ کادري بستونو لپاره له ۸۹ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، جهان، مهین، رڼا، اریانا کابل، اریانا ننګرهار، سپین غر کابل، سپین غر ننګرهار او فانوس امارتي او خصوصي پوهنتونونو د مختلفو پوهنځیو بېلابېلو څانګو کادري بستونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (پر رواني روغتیا د ټولنیزو رسنیو اغېزې) تر عنوان لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنمل احمدګل احمدي له خوا د مختلفو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شو، پر مهال یې د ټولنیزو رسنیو د ګټو، احتمالي زیانونو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د مشاورې مهارتونو او رواني روغتیا په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې دوو تنو استادانو له خوا ترسره شو، پر مهال یې سلګونو تنو محصلینو. . .

BACK TO NEWS

User account menu