ننګرهار پوهنتون کې د ۱۲ میلیونه او ۳۱۴ زره افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پوهنځیو او څانګو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دې ترمیماتي پروژې پر مهال به د پوهنتون مرکزي لیلیې د مسجد شریف سربېره د طب، ژبو او ادبیاتو، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم او ارتباطاتو،کرنې پوهنځیو او تدریسي روغتون اداري او تدريسي ودانۍ، لابراتوار خونې، تشنابونه، پلې لارې او نور ځایونه ترمیم،کاشي او رنګ شي او دغه راز به یې د اوبو او برښنا نظامونه هم په معیاري توګه د استفادې وړ شي.
د مسؤلینو په وینا، د یادې پروژې مالي لګښت د لوړو زده کړو محترم وزارت له میزانیې څخه ورکول کېږي، چې چارې به یې د یو خصوصي شرکت له خوا د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پروژې پرانیسته د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام، اداري او مالي چارو مرستیال مولوي عزت الله رحمت، پوهنځیو رئیسانو، ساختماني شرکت مسؤلینو او د ننګرهار پوهنتون تدارکاتو امریت کارکوونکو په حضور کې وشوه.
د پوهنتون مشرتابه وویل، د دغو ترمیماتي چارو په بشپړېدو سره به د ننګرهار پوهنتون کاري او تدریسي چاپېریال لا بهتره او استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
