ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
انځور

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د کرکټ یادو سیالیو پرانیسته د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال او د یاد معاونیت اړوندو آمرینو په حضور کې وشوه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د محصلینو تر منځ ورزشي سیالۍ د هغوی فزیکي وړتیاوو ودې، یووالي او تفریح لپاره اړینې وبللې.

نوموړي لوبېدونکو لوبډلو ته سپارښتنه وکړه، چې د سپورتي اصولو او متقابل احترام په پام کې نیولو سره لوبې ترسره کړي.

د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر مولوي نصیراحمد عباس وویل، د کرکټ ټورنمنټ دایرېدو څخه یې موخه د محصلینو بدني او ذهني روغتیا تامین او هغوی لپاره د سالمې بوختیا رامنځ ته کول دي.

د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي لوبډلې د ساینس پوهنځي لوبډلې او ستوماتولوژي پوهنځي لوبډلې د وترنري علومو پوهنځي لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې.

سرچینه : د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون او افغان طیور امارتي شرکت مسؤلینو تر منځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو پراختیا په موخه غونډه وشوه.

یاده غونډه چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار، د افغان طیور امارتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په ودونو کې د ناوړو رواجونو په هکله معلوماتي سيمینار او تمثیلي ننداره وړاندې شوه.

په همدې اړه د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو همغږۍ امریتونو له خوا غونډه جوړه شوې وه، چې د مسؤلینو سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځیو سلګونو تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu