د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نوي چوکاټ د ۱۱ ګونو معیارونو د تفسیر او توضیح درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۷
picture

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په نوښت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې مرکزي کمېټې غړو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نوي چوکاټ د ۱۱ اصلي او ۴۱ فرعي معیارونو د تشریح او تفسیر په موخه جوړ شوی ؤ.
د یاد ورکشاپ روزونکی د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهنوال رضوان الله ممله وال و، چې ګډونوالو ته یې د نوي چارچوب مطابق د پوهنتون علمي، اداري، تخنیکي او نورو برخو اړوند د هر معیار موخې، د ارزونې میتودونه او د پلي کېدو لارې په تفصیل سره تشریح او روښانه کړل.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح په خپله وینا کې وویل، د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو پروسه د هرې ادارې او تحصیلي بنسټ د اعتبار، بقا او پرمختګ اساس جوړوي او یو سازمان هغه وخت معیاري کېدای شي، چې فعالیتونه یې د ټاکلو او واضحو معیارونو پر بنسټ ولاړ وي.
ښاغلي ناصح صاحب د ورکشاپ ارایه کوونکي استاد څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې دا نوی چوکاټ موږ ته د دې زمینه برابروي، چې خپل فعالیتونه له نړيوالو معیارونو سره سم کړو، د پوهنتون کمزوري او ځواکمن نقاط دقیق تحلیل کړو او د دوامدار پرمختګ لپاره منظم پلانونه جوړ کړو.
د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو د خپلو پوهنځیو د کیفیت لا پیاوړتیا او د اکاډمیک اعتبار ساتنې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار او نورستان پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په علمي، تحقیقاتي، استادانو ظرفیت لوړونې، تضمین کیفیت، محصلینو عملي زده کړو او نورو برخو کې د راتلونکو ۳ کلونو لپاره یو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!

په ډېرې خواشينۍ خبر شو، چې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د تاریخ څانګې متقاعد استاد پوهاند مستعلي خان نیازي له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې!
انالله وانا اليه راجعون!
پوهاند نیازي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون د خزاني سمستر منځنۍ ازموينې پيل شوې.

د ننګرهار پوهنتون اړوندو پوهنځيو کې د روان خزاني سمستر منځنۍ (۲۰ فیصده) ازموينې نن د عقرب میاشتې په ۱۰ مه نېټه پيل شوې، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله. . .

BACK TO NEWS

User account menu