د ننګرهار او نورستان پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۲
picture

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په علمي، تحقیقاتي، استادانو ظرفیت لوړونې، تضمین کیفیت، محصلینو عملي زده کړو او نورو برخو کې د راتلونکو ۳ کلونو لپاره یو له بل سره همکاري کوي.

یاد تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د رئیس شیخ انعام الله مدني او نورستان پوهنتون رئیس استاد حمیدالله عابد تر منځ د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې داخلي واحد مسؤل پوهنمل حنیف الله باوري هم حضور درلود.

د ننګرهار پوهنتون قدرمن رئیس په خپله وینا کې یاد تفاهملیک د دواړو پوهنتونونو د متقابلو علمي او تحقیقاتي اړیکو پیاوړتیا او ګډو همکاریو پراختیا لپاره مهم وباله او هیله یې وښوده، چې له مخې به یې دواړه پوهنتونونه د علمي تجاربو تبادلې له لارې یو بل ته د پرمختګ زمینه برابره کړي.

د نورستان پوهنتون محترم رئیس په تېر کې د خپل پوهنتون سره د ننګرهار پوهنتون د مرستو او همکاریو مننه وکړه، د یاد تفاهملیک په امضاء کېدو یې خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې په یاد هوکړه لیک سره به د نورستان پوهنتون د استادانو او محصلینو ظرفیت لوړونې او نورو اکاډمیکو برخو کې مثبت پرمختګونه رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu