د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې د خوارځواکو کوچنیانو د درملنې څانګه (TFU) له بیا رغاونې وروسته ګټې اخیستې ته ورسپارل شوه.

د روغتون د مسؤلینو په وینا، یاده څانګه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي مرسته د نږدې ۱۵۰۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د شلو ورځو په موده کې ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده څانګه د ننګرهار پوهنتون د رئیس شیخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی م.ولوي احسان الله ناصح، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د تدریسي روغتون د مسؤلینو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون رئیس پوهنوال ډاکتر همایون چهاردیوال په وینا، د یادې څانګې په بیا رغاونې سره به د خوارځواکه او سوء تغذیه کوچنیان د درملنې په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شي او د هغوی د مرګ و میر کچه به راټیټه شي.
نوموړي د روغتیا نړیوال سازمان مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د دې څانګې د ترمیم سربېره یې په تېر کې هم له تدریسي روغتون سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.